خبرونهاقتصادټولنه

په هلمند کې ۴۴ هټۍ، مارکېټونه او درملتونونه وتړل شول

کابل، د ثور ۲۷ مه، باختر

په هلمند کې د برېښنا ریاست چارواکي وايي چې په مرکز لښکرګاه کې یې ۴۴ هټۍ، درملتونونه او مارکېټونه وتړل.

د یاد ریاست مسؤلین وایي چي ۴۴  هټۍ، درملتونونه او شخصي مارکېټونه  یې د برېښنا د صرفیې او تېرو  باقیاتو د نه تحوېلولو له امله مهر لاک او وتړل.

دغه ریاست د تړل شویو هټیو، درملتونونو او مارکېټونو څښتنانو ته جدي خبرداری ورکړی چې د برېښنا بیلونه تحویل کړي. په خبره یې، له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

د هلمند د برېښنا ریاست له ټولو ښاریانو غوښتي چې د برېښنا بېلونه په خبل وخت تحویل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په هلمند کې زیات شمېر درملتونونه، هټۍ او مارکېټونه د برېښنا بېلونو د نه تحویلولو له امله تړل شوي وو.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته