امنیت

په هلمند کې ۱۰۲ تنو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته

لښکرګاه باختر د چنګاښ د مياشتې ۱۴ مه
د هلمند امنيتي مسوولين وايي چې په تېرو ۴۸ ساعتونوکې د دغه ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د ګډو امنيتي ځواکونو له خوا په پيل شويوعملياتوکې۱۰۲ تنو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبداالغفار صافي باختر اژانس ته وویل چې په دغو هوايي او ځمکنيو عملياتوکې د ناوې ولسوالۍ يوشمېر سيمې د مخالفينو له شتون څخه د پاکېدو ترڅنګ د مخالفينو  د مهمو ډلګيومشرانو په ګډون د دښمن ۶۲ تنه جنګيالي وژل شوي او ۴۰ تنه نور يې ټپيان دي.
صافي زياته کړه چې د مخالفينو له شتون څخه به په پاکو شويو سيموکې د ګډو ځواکونو نوې پوستې جوړې او امنيتي کمربندونه به ټينګ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته