په هلمند کې یوې فابریکې له ممپلیو د غوړیو تولید پيل کړ

کابل / چنګاښ ۸ مه / باختر

په هلمند کې د لومړي ځل لپاره ۵۴ کاله وروسته یوې پخوانۍ غیر فعالې شوې فابریکې بیا ځل له ممپلیو د غوړیو تولید پيل کړ.

د دغه ولایت د بُست تصدۍ مسوولین خبر ورکوي چې سږ کال به یاده فابریکه پر پخوانیو تولیداتو سربېره د لومړي ځل لپاره له ممپلیو د غوړیو او کُنجاړې  تولید پیل کړي.

د  فابریکې رییس انجنیر محمد حسین نیازي له باختر آژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل: سره له دې چې یاده فابریکه له کلونو راهیسې یوازې د مالوچو د پروسس برخه کې کار کوي؛ خو اوس تازه د فابریکې کاري ډله  توانېدلې چې د پخوانۍ ماشینرۍ په مټ ۵۴ کاله وروسته له ممپلیو غوړي اوکُنجاړه په لومړي ځل تولید کړي.

هغه هېواد والو ته ډاډ او ضمانت ورکړ چې په راتلونکې اوونۍ کې به له ممپلیو څخه بازار ته داسې معیاري غوړي او کُنجاړه وړاندې کړي چې د یادو غوړیو استعمال به د روغتیا له پلوه هم  هیڅ ډول جانبي عوارض ونه لري.

انجنیر محمد حسین نیازي زیاته کړه چې له ممپلیو وروسته که فرصت وو، دوی چمتو دي چې د همدې پخوانۍ  ماشینرۍ په مټ د لومړي ځل لپاره له لمر ګلي ،زِغر، کُنجتو او  بېلابېلو نورو نباتاتو څخه غوړي او کنُجاړه تولید کړي.

د یادې پخوانۍ قابریکې له ادرسه داسې مهال د لومړي ځل لپاره له تېلي نباتاتو د پروسس خبره کېږي چې دغه فابریکه څو کلونه د بودجې نه شتون له امله په ټپه ولاړه وه؛ حو اوس یې تازه  یو ځل بیا په یو نوي او ځانګړي ډول په فعالیت پیل کړی دی.

وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته