خبرونهټولنه

په هلمند کې څه باندې ۳ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د مرغومې ۴مه، باختر

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د هلمند په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د اوبو رسولو د یوې پروژې د بشپړولو خبر ورکوي.

دغه وزارت ویلي چې د آی.آر.سي. مؤسسې په مالي مرسته د هلمند په مرکز لښکرګاه سربېره، سنګین، موسی قلعه، نادعلي او مارجه ولسواليو کې د اوبو رسولو د یوې پروژې چارې چې په کې د څښاک پاکو اوبو د ۱۸ نویو ژورو څاه ګانو کیندل او د ۴۴ پخواني ژورو څاه ګانو بیا رغول شامل دي، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د یادې پروژې په بشپړېدو سره د مرکز او نوموړو ولسوالیو ۳۱۴۸ کورنيو، ۲۷ جوماتونو او ۲  مدرسو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړی دی.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم دې ته ورته پروژو په پلې کولو سره بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته