په هلمند کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٦ :
دهلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې نن دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې څلور تنه
وسله وال طالبان ووژل شول.
دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود آشنا دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه چاڼيزعمليات دمارجې ولسوالۍ دتريخ ناور په ساحه کې دسيمه ييزو پوليسو له خوا ترسره شول چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې : ددغو عملياتوپه بهيرکې يو کلاشينکوف ، يو توغندي ويشتوونکي ، يو ٨٢ ملي متري توپ ، يو چريکي هاوان ،يوه پيکا ، يوه مخابره او ددوو موټرسايکلونوپه ګډون دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاسته ورغلي دي.