خبرونهټولنهروغتیا

په هلمند کې په نشه یي توکو د روږدو ۱۰۰ بستریز روغتون ته د برېښنا غځولو چارې پیل شوې

کابل، د سلواغې ۲۲مه، باختر

د هلمند  د برېښنا ریاست مسوولین وایي چې په نشه یي توکو د روږدو ۱۰۰ بستریز روغتون ته د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا غځولو چارې پیل شوې ده.

د یاد ولایت د برېښنا رئیس حافظ هدایت الله محمد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې یاد روغتون ته د برېښنا رسولو په موخه د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱ زره ۵۰۰ په اوږدوالی د مزي غځولو چارې پیل شوې دي.

یاده دې شي چې  پرون هم خوست ولایت کې د ورته پروژې چارې پيل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته