خبرونهټولنهروغتیا

په هلمند کې په نشه يي توکو د لسګونو روږدو کسانو درملنه وشوه

کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر
د هلمند په مرکزي زندان کې په نشه يي توکو د لسګونو روږدو کسانو درملنه وشوه او خپلو کورونو ته ستانه شول.
د هلمند مرکزي زندان د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د روږدو کسانو په روغتون بدل شوی دی.
د هلمند په مرکزي زندان کې له محاکمو سره د اړیکو آمر سید محمد عثمان سادات باختر آژانس ته وویل چې په دې پړاو کې ۶۵ روږدي کسان په دغه زندان کې له درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
هغه وویل چې د روږدو کسانو د راټولولو بهیر د هلمند په ګوټ ګوټ کې دوام لري.
په تېرو میاشتو کې په نشه يي توکو زرګونو روږدي کسان د هلمند په زندان کې روغ شوي دي.
په دې زندان کې هر یو څه د پاسه شپږ میاشتې تر درملنې لاندې نیول کېږي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته