کابل باختر دوري دريمه
شپيتو تنو سيمه ئيزو پوليسو په هلمند ولايت کې پوځي زده کړې وکړې .
دغو ځوانانوته چې په دې وروستيو وختو کې دسيمه ئيزو پوليسو په ليکوکې جذب شوي دي، اته اوونۍ دهلمند په تعليمي مرکز کې دافغان او بهرنيو ښوونکو له خوا دپوځي مهارتونو لوست ورکړ شو .
باختر اژانس ته دهلمند ولايت درسنيو ددفتر دخبرپاڼې دمعلوماتو له مخې، دغه ځوانان ډير ژر دامنيت دتامينولو لپاره دناوي ولسوالۍ په بيلابيلو سيموکې ځاى پرځاى کيږي .
له دغه تعليمي مرکز څخه دا دسيمه ئيزو پوليسو دفراغت دريمه دوره ده .
خبرپاڼه زياتوي دهلمندچارواکي هلې ځلې کوي چې دسيمه ئيزو پوليسو دليکو په پياوړتيا سره په دغه ولايت کې امنيت لاښه تامين کړي .