کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان تيره شپه په هلمند ولايت کې ووژل شول .
دغه افراد له افغان امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
دهلمند دوالي ويندوى عمرځواک د دغه خبر په تاييدولو سره باختر آژانس ته وويل : دغه نښته دموسي قلعه ولسوالۍ د دوراهي له ساحې څخه دنوزاد ولسوالۍ تر دهنه سيمې پورې په عمومي لاره کې ترسره شوه .
دځواک دڅرګندونو له مخې : په دې نښته کې چې لس ساعته يې دوام وکړ پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ځواک وويل : په دې نښته کې افغان امنيتي ځواکونه ته دسرزيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ