په هلمند کې ٢٤ زده کوونکې مسمومې شوي دي
لښکر ګاه باختر د وري د مياشتې ١٣ مه
د هلمند ولايت په لښکرګاه ښار کې د نجونو د يوې ليسې ٢٤ زده کوونکې مسمومې شوي دي.
د باختر اژانس د سيمه يېز خبريال د خبر له مخې:
دغه نجونې، چې د لښکر ګاه ښار د مرکزي نسوانو د لېسې زده کوونکي دي، څو شېبې وړاندې د نامعلوم دليل له مخې مسمومې شوې دي، چې سمدستي روغتون ته لېږدول شوې او اوس مهال يې روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
ځايي چارواکي وايي چې د دغو نجونو د مسمومېدو لامل معلوم نه دى،خو مسوولينو ته يې لارښوونه کړې ده چې د نجونو د مسمومېدو لامل معلوم کړي.
د هلمند د والي مرستيال مجاهدالله صفاري چې بست روغتون کې يې د مسموموشويو نجونو د روغتيايي وضعيت د احوال پوښتنه کوله روغتيايي مسُولينو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې د مسمومو شويو انجونو سمه درملنه وکړي.پاى _ وصال