امنیت

په هلمند کې ٢٠ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

کابل/ د تلې لومړۍ / باختر د هلمند پولیسو ٢٠ تنه په دغه ولایت کې د جنایي جرمونو د ترسره کولو په اړوند ونیول. د هلمند د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر مسوول د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه کسان په تېرو ٢٤ ساعتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ونیول شول. خبرځای زیاته کړه چې پر نیول شوي کسانو د غلا، شوکمارۍ، د نشه یي توکو د قاچاقو او د غير قانوني وسلو د لېږدولو تور لګول شوى دى. پاى/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته