په هلمند کې يوشمېر قومي مشرانو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه
کابل/ د غبرګولي ۳ مه/ باختر
په هلمند کې د بېلا بېلو قومونو زیات شمېر مشرانو د یوې پراخې غونډې پر مهال له دولت او وسله والو طالبانو څخه د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د راپور له مخې؛ په دې غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو رییس نوید نظري وویل چې په سوله کې د ټولو افغانانو سر او مال خوندي ساتل کېږي، نو اړتیا ده چې دایمي اوربند او سوله وشي. هغه پر وسله والو طالبانو او افغان دولت غږ وکړ، چې نور له جګړې لاس واخلي او سوله وکړې.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله ویاړ وویل: جګړه د ټولو بدبختیو لامل ده،چې په وینا یي په ټولو برخو کې د پرمختکونو مخه نیولې او افغانان یې د ژوند له ټولو اسانتیاوو بې برخې کړي دي.
ویاړ په هېواد کې د روانې نامشروع جګړې لامل د افغانانو بې علمي او نه یووالی یاد کړ، چې ګاونډي هېوادونه یې د خپلو شخصي ګټو لپاره مخته وړي او قربانیان یي بې ګناه افغانان دي.
د شعیه ګانو د ټولنیزې شورا رییس محمد صدیق ذاهدي وویل چې روانې بدبختۍ هغه وخت پای مومي ،چي دلته د عامه ذهنیت جوړونې لپاره ټول ولس په ګډه کار وکړي .
هغه سوله یو ستر الاهي نعمت وباله او د جګړې له ښکیلو غاړو یې غوښتنه وکړه، چې نور دایمي سولې او اوربند ته زمینه برابر کړي.
د یادونې وړ ده چې د غونډې ګډونوالو له افغان ځواکونو هم ملاتړ اعلان کړ او پر ټولو ولسونو یې غږ وکړ ،چې د خپلو سرتېرو نګه او ملاتړ وکړي.
په هلمند کې پر داسې مهال قومي مشران د سولې او اوربند غوښتنې غږ پورته کوي، چې د شاوخوا دوو اوونیو راهیسې وسله والو طالبانو په هلمند کې جګړې ته زور ورکړی چې له امله یې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلي سربېره زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې دي.
پای/وصال