په هلمند کې له ۴ زره اړمنو کورنیو سره مرسته کېږي
لښکر ګاه باختر د کب دمیاشتې ۲۸ مه
د خوړو نړیواله مرستندویه اداره په هلمند ولایت کې له څلور زره اړمنو کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته کوي.
ځایي چارواکي وايي چې دغه مرسته د لښکر ګاه ښار په ګډون د نادعلي،مارجې ،ناوې،ګرشک،ګرمسیر او د موسی کلا ولسوالیو له اړمنو کورنیو سره کېږي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې، دغه مرستې به په بشپړ روڼوالي سره پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.پای/وصال