خبرونهښوونه او روزنه

په هلمند کې له څو میاشتو وروسته یو روزنیز مرکز پرانیستل شو

 کابل، د غبرګولي ۱ مه، باختر

په هلمند کې له  څو میاشتو وروسته  یو روزنیز مرکز د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شو.

دغه مرکز د مخکیني حکومت له ړنګېدو وروسته له فعالیت څخه پاتي و، چې اوس د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو په هڅو بېرته پرانیستل شو.

د را رسېدلو خبرونو له مخې ، دغه مرکز د بُست پوهنتون له لوري چمتوشوی؛ خو یوشمېرتوکو او تجهیزاتو ته اړتیا لري.

د هلمند د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو مدیرعبدالباري حنظله باخترآژانس ته وویل چې همدا اوس په دې مرکز کې ۶۰۰ ځوانان د سهار له ۷ بجو څخه د مازیګر تر ۶ بجو پورې  په زده کړو بوخت دي.

هغه د هلمند له اوسېدونکو وغوښتل چې د زده کړو لپاره خپلو بچیانو ته اجازه ورکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته