په هلمند کې له دیني مدرسې څخه ۹۵۰ تنه فارغ شول

کابل، د مرغومې ۱۸مه، باختر

د هلمند ولایت په مرکزلښکرګاه د شیخ زاید جامع جومات کې د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم الحبیبیة مدرسې د فارغانو تخصص فی الفقه والاافتاء، عالمیه دوره، عالیه دورې، حافظانو او قاریانو د فراغت مراسم ترسره شول.

په دغو مراسمو کې مولانا مفتي محمدشریف الله ابواحمد وویل په ټول افغانستان کې سرتاسري امنیت راغلی، نور هم باید د امنیت د ټینګولو لپاره په اتفاق سره چارې مخته یوسو او خپل بچیان دیني او عصري علومو ته وهڅوو.

مفتي شیراحمد عاجز صاحب خپل په هراړخیزه وینا کي مسمانان د الله تعالی وحدانیت، آخرت ته متوجه کړل او د اعمالو د جوړولو په اړه یې خبرې وکړې.

ورته مهال یو شمېر نورو عالمانو دیني او عصري علم د ارزښت، اهمیت، ګټو او ثواب په تړاو خبری وکړې او د یادې جلسې له فارغانو یې وغوښتل ترڅو خپلې دغه زده کړې تر نورو خلکو پورې په ښه ډول ورسوي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته