په هلمند کې له درې ورځني اوربند وروسته د تروريستي ضدعمليات پيل شول
کابل / د غويي ٢٦مه / باختر:
په افغانستان کې له درې ورځني اوربند وروسته امنيتي ځواکونو په هلمند کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه تروريستي ضد عمليات پيل کړل.
په دغو عملياتو کې د ملي اردو او پوليسو سلګونه ځواکونه د هوايي ځواکونو په ملاتړ شتون لري.
د هېواد په جنوب لويديځ کې د ميوند قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل: د دغو عملياتو هدف د هلمند د لښکرګاه ښار لويديځ او ناوې او نهرسراج ولسواليو کې د وسله والو طالبانو ځپل او د دغوسيمو پاکول ښودل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې په دغو سيمو کې د وسله والو طالبانو شتون او فعاليتونه په دې وروستيو مياشتو کې زيات شوي دي.
جګپوړي پوځي مقامات هيله مند دي د وسله والو طالبانو په ځپلو ، خلکو ته عادي ژوند او پراختيايي پروژې تطبيق ته زمينه برابرې کړي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى\ اشرفي\ ذ