ټولنه

په هلمند کې له اړو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
دهلمند ولايت  په ګرمسير ولسوالۍ کې  له درې سوه يو ويشتو مستحقو او اړو کورنيو سره  پرون  مرسته وشوه .
  دګرمسير ولسوال  ايوب عمر عمري  باختراژانس ته وويل چې د نړۍ دخوړو دپروګرام  دسازمان له خوا په هرې کورنى  سل کيلوګرامه اوړه ، وويشل شول
دګرمسير ولسوال  ددغه سازمان  له مسوولينو څخه  دقدردانۍ په ترڅ کې  ددغې جګړې ځپلې ولسوالۍ له اړو کورنيو سره د مرستندويو موسسو او دسوداګرو د زياتو مرستو او همکاريو غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته