کابل باختر د چنګاښ دويمه :
دهلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې له درې سوه يو ويشتو مستحقو او اړو کورنيو سره پرون مرسته وشوه .
دګرمسير ولسوال ايوب عمر عمري باختراژانس ته وويل چې د نړۍ دخوړو دپروګرام دسازمان له خوا په هرې کورنى سل کيلوګرامه اوړه ، وويشل شول
دګرمسير ولسوال ددغه سازمان له مسوولينو څخه دقدردانۍ په ترڅ کې ددغې جګړې ځپلې ولسوالۍ له اړو کورنيو سره د مرستندويو موسسو او دسوداګرو د زياتو مرستو او همکاريو غوښتنه وکړه .
1 د یوې دقیقې څخه لږ