امنیت

په هلمند کې لس تنه د طالبانو له بند څخه وژغورل شول

کابل باختر دزمري دمياشتې ١٧ نيټه :
کوماندویانو تېره شپه په هلمند کی په لسګونوتنه دطالبانو له یوه زندان څخه آزاد کړل.
د خاصو عملیاتو د قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن عبدالقیوم نورستاني د باختر آژانس خبریال ته وویل چی د کوماندو منسوبینو د دغه ولایت د قلعه موسی په مربوطاتو کی چاڼیز عملیات ترسره کړل چی له امله یې لس تنه د طالبانو له جیل څخه آزاد کړل .
ده وویل چی په دغو عملیاتوکی یوه زیاته اندازه نشه یي توکي هم تر لاسه شوي دي.
د دغه خبر جزییات وروسته خپریږی.
پای /شکریه/خروټی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته