په هلمند کې عمليات دوام لري او له امله يې څلور اويا تنه طالبان وژل شوي دي .

کابل باختر دسلواغې نهه ويشتمه :
په هلمند ولايت کې دامنيتي ځواکونو عمليات په خپل قوت سره دوام لري او په نويو پرمختياو کې څلور اويا تنه وسله وال طالبان په هلمند کې وژل شوي دي.
دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په هلمند ولايت کې دامنيتي ځواکونو عمليات دروانې اوونۍ له لومړيو وختو څخه دهلمند له شمال څخه پيل شوي دي .
امنيتي خبرځايونو ويلي دي چې دنهر سراج ولسوالۍ تصفيه شوې ده او اوس امنيتي ځواکونه په نادعلي ، سنګين او موسى قلعه ولسواليو کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې دي .
په وسله والو طالبانو کې بهرنيان هم شته په نويو پرمختياو کې څلور اويا تنه وسله وال مخالفين ځپل شوي دي او اوولس تنه نور يې ټپيان شوي دي دوه تنه تروريستان نيول شوي اويوه زياته اندازه پوځي تجهيزات مهمات اوچاوديدونکي توکي په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .
دملي دفاع وزارت خبرځايونو تاييد کړې ده چې په هلمند کې دامنيتي ځواکونو دعملياتوپه بهير کې دملي اردو دوه تنه منسوبين شهيدان شوي خو هويت يې نه دى په ډاګه شوى .