امنیت

په هلمند کې طالبان د پوځيانوپه کمين کې لوېدلې دي

-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر:
په هلمند کې  د پوځيانو په کمين  کې  ٤ وسله وال طالبان ووژل شول .
دغو طالبانو تېره شپه په مارجه ولسوالۍ کې د پوځيانو په اډې  د بريد نيت درلود خو هدف ته له رسېدو مخکې په لاره کې  د پوځيانو له کمين سره مخ شول .
  د هېواد په جنوب کې د  اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په  خپرولو سره ويلي دي، چې په دې  نښته کې  ٤ وسله وال طالبان ووژل شول .
  دغې قول اردو وويل :  چې پوځيان  د طالبانو له بريد  څخه مخکې  خبر و،  او د دوى په لاره کې يې  کمين نيولى و .
طالبانو تراوسه پورې  په دې باب  څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ پوليسو  د فارياب په ګڼ مېشتو لارو کې د ٩ ماينونو په کشفولو د چاودنو مخه ونيوله .
طالبان د دغو ماينونو ښخونوعامل بلل شوي دي.  تراوسه پورې  طالبانو په دې باب څه نه دي ويلي .
  ختم_ شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته