امنیت

په هلمند کې شپږ دېرش طالبان ووژل شول

کابل/ دزمري ۱۱/باختر
شپږ دېرش وسله وال طالبان تېره شپه په لښکرګاه ښار کې په هوایي برید کې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باختر آژانس خبریال ته وویل :هوایي ځواکونو دهلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د وسله والو طالبانو په غونډې برید وکړ چې په پایله کې ۳۶ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۹ نور ټپیان شول.
دغه راز په دغه هوایي برید کې ٣ موټرونه چې په یوه موټر کې ٣ میلیونه پاکستانۍ کلدارې ځای پرځای شوي و، هم ویجاړ شوی دی.
شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته