امنیت

په هلمند کې سخته چاودنه وشوه

کابل باختردوري دمياشتې ٢٥ :

په هلمندولايت کې نن سهار دچاودنې له امله ديوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون يوولس تنه ټپيان شول.

دغه پيښه دسنګين ولسوالۍ په گڼ ميشت بازار کې له هغه وروسته رامنځته شوه  چې په يو موټر سايکل کې ايښودل شوي بم وچاوديد .

دهلمند دوالي ويندوى داوود احمدي باختراژانس ته وويل چې په دي پيښه کې ديوې ښځې  او دوو ماشومانو په ګډون يوولس تنه ټپيان شوي دي ،.

داحمدي دڅرگندونوله مخې په دې پيښه کې يو پوليسو هم ټپي شوي دي.

ده وويل دغه بم له لري واټن څخه کنتروليده،.

دخبرونوله مخې ددغې چاودنې له امله دسنګين ولسوالۍ دبازار يوشميردوکانونه هم ويجاړشوي دي.

په همدي حال کې دهلمند په ولايتي روغتون کې ډاکتران وايي چې اووه تنه دلږوټپونو له امله له درملني وروسته رخصت شوي دي .

دوي ددغي پيښې ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته