ټولنه

په هلمند کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په لګښت دولس پروژې پلي کېږي

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٧مه
د هلمند په څو ولسواليوکې د اوبو د تنظيم ادارې، د څه دپاسه ۲۷ ميليونو افغانيو په لګښت له باراني او سيلابي اوبو څخه د ځمکو او کورونو د خونديتوب په پار د ۱۲ پروژو چارې پېل کړې.
د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان باختر آژانس ته وویل چې د ډېرو بارانونو پرمهال سېلاوونه د خلکو کورونه، بڼونه او ځمکې له منځه وړې او د دې ترڅنګ د هلمند سیند او یو شمېر کانالونه هم په ډېرو ځایونو کې خلکو ته زیانونه اړوي چې د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره به یادې پروژې ګټورې تمامې شي.
یاسین خان وايي: له دغو پروژو څخه به ۶۰۰۰ کورنۍ په مستقیم او تر ۱۰۰ زرو پورې نورې کورنۍ په غیر مستقیم ډول ترې ګټه واخلي.
له بلې خوا، د هلمند د سینديزې فرعي حوزې رييس انجينر محمد انور ذهين وايي: د اوبو د مخنیوي لپاره به ۱۰ زره ۹۴۰ متره دیوالونه په بېلابېلو سیموکي ورغول شي چې د سېلاوونو او سختو اورښتونو پرمهال خلک د اوبو له زیان څخه وژغورل شي.
په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکو هم په دغو پروژو خوښي وښوده او په اړوند چارو کې يې خپلې بشپړې همکارۍ څرګنده کړې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته