خبرونهاقتصادټولنه

په هلمند کې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د چرګانو دانې د تولید یوې کارخونې فعالیت پیل کړ

کابل، د غوایي ۱۹مه، باختر
د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په بیټون سیمه کې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د چرګانو دانې د تولید یوې کارخونې فعالیت پیل کړ.
د دغې کارخونې مسؤل عبدالهادي له باختر آژانس سره د خبرو پر مهال وویل، چې ياده کارخونه یې د ۲۰۰ زره امریکایې ډالرو په لګښت د یوکال په موده کې جوړه کړې چې په کې ۱۵۰۰ تنو ته په مستقیمه او نږدې ۳۰۰ تنو ته په غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د یادي کارخونې ماشینري یې په ایران هېواد کې اخیستې او په یوه ساعت کې ۳ ټنه خام مواد پروسس کوي.
ورته مهال د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې رئیس غلام يحيی پښتون ډېر د خوښۍ ځای وباله چې هلمند کې د چرګانو دانې د تولید کارخونه فعالېږي.
د یادونې وړ ده، چې دې کارخونې ته ورته هلمند کې دوې نورې فابریکي هم فعالیت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته