امنیت

په هلمند کې د یوه قوماندان په ګډون شپږ تنه طالبان وژل شوي دي

لښکر ګاه باختر د چنګاښ ۳۱ مه
د هلمند ولایت د لښکر ګاه ښار د اتمې حوزې د غریبانو په سیمه کې د صداقت په نامه د یوه قوماندان په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د دغه ولایت د  والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې وړمه شپه  وسله  والو  طالبانو د غریبانو پر پوسته برید وکړ،خو د پولیسو له کلک غبرګون سره مخامخ شول.
سرچینه زیاتوي چې په دغه نښته کې  د یوه قوماندان په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ویل کېږي  په  دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته