په هلمند کې د کرونا د تشخیص لابراتوار جوړ شو

کابل / د غبرګولي ۲۳ مه / باختر
د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې د ۳۰۰ زرو امریکايي ډالرو په لګښت د کرونا د تشخیص یو لابراتوار جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د هلمند د عامې روغتیا ريیس ډاکټر عبدالاحد حازم وايي چې دغه لابراتوار په یو ساعت کې د۹۶ ناروغانو او په ۲۴ساعتو کې د ۳۰۰ کسانو د وینې د معلومولو ظرفیت لري.
په هلمند کې داسې مهال د کرونا یو لابراتوار ګټې اخستنې ته سپارل کېږې چې لا هم په دغه ولایت کې زیات شمېر خلک روغتیايي لارښوونې په پام کې نه نیسي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته