په هلمند کې د څښاک اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل، د سلواغې ۱۵مه، یاختر
د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو یوه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ولایت د کلیو، بیارغوني او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې دغه شبکه د ګرمسېر ولسوالۍ په لوی کلي کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۵ میلیونه او ۵۰ زره افغانیو په لګښت پلې شوې چې ورسره به د ځايي اوسېدونکو د څښاک اوبو ستونزه حل شي.
ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکي وايي چې له دې وړاندې د څښاک اوبو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې اوس به یې ستونزې هوارې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته