خبرونهاقتصادټولنه

په هلمند کې د څه باندې ۲میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د سلواغې ۲۱مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د څه باندې ۲میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کوچني بند جوړولو چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کره کان په نوم د اوبو دغه کوچنی بند په  واشېر ولسوالۍ کې ۲ میلیونه ۴۹۶زره ۷۷۵ افغانیو په لګښت جوړ او پرون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد ذخیروي بند د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د اوبو زېرمه کولو، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د موسمي سېلابونو د کنټرول په موخه جوړ شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې اوسهمال د هلمند ولایت په لسو ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو د ۱۰کوچنیو بندونو د جوړولو چارې روانې دي، چې پکې ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته