روغتیا

په هلمند کې د پوليو ناروغۍ ضد د واکسين کمپاين پېل شو

لښکر ګاه باختر د وري  د میاشتې ۲۰ مه
د هلمند چارواکي وايي چې په دغه  دوره کې به د لښکرګاه ښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې شاوخوا اته سوه پنځوس زره ماشومان واکسین شي.
د هلمند ولایت د عامې روغتیا د کتلوي معافیت مشر ډاکټر عصمت الله د باختراژانس سیمه يېز خبریال ته وویل چې له نېکه مرغه د تېر يوه کال په اوږدو کې په دغه ولايت کې د فلج هيڅ يوه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
هغه د ټولو کورنیو له مشرانو څخه هیله وکړه چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي.
په همدې حال کې د هلمند والي حیات الله حیات وویل: واکسين د نړۍ په کچه يوه مهمه پروسه ده، چې زموږ د ماشومانو د ژغورنې او خونديتوب لپاره ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه، دا د ټولنې د هر فرد مسوولیت دی چې  خلکو ته د واکسینو د ګټو په اړه  پوهاوی ورکړي او له رضاکارانو سره د واکسينو د کمپاين په ښه تطبيق کې همکاري وکړي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته