لښکرګاه / باختر د لړم د مياشتې ١١ :
په چاوديدونکو توکو بار يو موټرسايکل په هلمند ولايت کې له چاودنې مخکې د امنيتي ځواکونوله خوا کشف او شنډکړى شو.
د هلمند د پوليسو ويندوى شاه محمود آشنا باختر آژانس ته وويل: طالبانو په چاوديدونکو توکو بار يو موټرسايکل د لښکرګاه ښار په يوه ګڼ ميشته ساحه کې د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى کړى و چې هدف ته له رسيدو مخکې د پوليسو له خوا وپيژندل شو او کشف شو.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: د يوې تروريستي پيښې مخه ونيول شوه.
طالبان په عمومي واټونوکې د بمونو په ښخولو سره غواړي د بېګناه د خلکو د وژنې سبب شي؛ خو د دغو عملونو د ترسره کولو په مقصد د هغوى هڅې د امنيتي ځواکونو له خوا شنډيږي.