په هلمند کې د وسله والو طالبانو په سنګرونو د هېواد دهوايي قواوو خونړۍ بريدونه .

کابل باختر د کب شپږ ويشتمه :
د  هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍکې پنځلس تنه وسله وال طالبان  ووژل شول .
چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه د افغان هوايي ځواکونو د بريدونو په ترڅ کې وژل شوي دي
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  چې د هېواد  د هوايي قواوو په دغو بريدونوکې پنځلس  تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دغو بريدونو کې د وسله والو طالبانوڅومرکزونه هم  له منځه تللي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو د څلوروديپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې د لښکر ګاه ښار د يو شمېر سيمو په ګډون د نادعلي او سنګين ولسواليو په مربوطاتو کې کشفې شوې دي .
د هلمند ولايت يو امنيتي مقام وايي چې له دغو ډيپوګانو څخه څوسپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .    ختم_ ج_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته