کابل باختر دزمري دمياشتې ٢١ نيټه :
په هلمند ولايت کې افغان پوځيانو د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو ددريو ډپيوګانو په کشفولوبريالي شول.
دغه ډيپوګانې دلښکرګاه ښار ته څېرمه دوسله والوطالبانو له پټنځايونو څخه کشف شوې او له هغو څخه يوشمېر سپک اودرانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې: پوځيانو په هلمند ولايت کې دوسله والو طالبانو ديولړ چاودنو
طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورين وايي چې دلښکرګاه ښار او دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې اووه ماينونه کشف او شنډکړي دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې ؛ دغه ماينونه په يوشمېرګڼ ميشتو لارو کې دوسله والو طالبانو له خوا ښخ کړاى شوي وو.
پاى شکريه ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ