دلښکرګاه ښار باختر دغويي دمياشتې ١٤ نيټه :
په هلمند ولايت کې يوولس تنه وسله وال طالبان د هوايي ځواکونوپه بريدونو کې ووژل شول.
په دغو وسله والوطالبانو تېره شپه د لښکرګاه ښار ته څېرمه کله چې د يو لړ ډاراچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو، بريدونه پرې وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل: په دغو هوايي بريدونو کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل په دغو هوايي بريدونو کې د وسله والو طالبانو څو مرکزنه هم دړې وړې شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې؛ پوځيان په هلمندولايت کې د وسله والو طالبانو ديوې ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
په هلمند کې يوامنيتي مقام وايي چې؛ له دغې ډيپو څخه د وسله والو طالبانو يوشمېر سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې؛ افغان پوځيانو په هلمند ولايت کې د وسله وسله والو طالبانو د يولړ چاودنو طرحه ناکامه کړې ده .
امنيي مامورانو نن سهار د لښکرګاه ښار ته څېرمه او د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې ماينونه کشف اوشنډکړل.
د رپوټونو له مخې وسله والوطالبانو دغه ماينونه په ګڼ ميشتولارو کې ځاى پرځاى کړي وو.
پاى ذکرالله