لښکر ګاه باختر د وږي د میاشتې ۲۶ مه
د هلمند ولایت داطلاعاتواوفرهنګ ریاست د هیواد دتکړه ژورنالیست لیکوال اوادیب ارواښاد سعدالدین شپون فاتحه واخېسته اوورپسې یې د قرانکریم ختمونه وکړل.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغې غونډه کې چې په همدې موخه رابلل شوې وه، د هلمند والي حیات الله حیات او نورو کډونوالو دارواښاد شپون خدمتونه ، د فرهنګ ، رسنيو اوادب په برخه کي نه هیریدونکي وبلل اود هغه پاک روح ته یې دعاوکړه
داطلاعاتواوفرهنګ رېیس فريد احمد فرهنګ باختر اژانس ته وویل چې استاد شپون دافغاني ټولني لپاره د قلم په مټ خپلو راتلونکو نسلونو ته ډېر څه په میراث پرېښودل چې دغه اداره به د علمي اوفرهنګي شخصیتونو یاد تل ژوندی وساتي .
د فرهنګ په وینا له یوه اړخه که دولت د خپلو خلکو لپاره د ارزښتونو په اړوند د پوهاوي مسولیت لري ، له بلې خوا د ټولنې روشانفکره طبقه ، لیکوالان ، ادیبان ، فرهنګپال اوروڼ اندي هم مکلف دي چې ددغه ډول شخصیتونو اووياړنو په اړه ولس ته پوهاوی ورکړي.