۲۴- کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
پوځيان وايي چې د هلمند په ځينو سيمو کې یې د لسګونو چاودنو مخه نيولې ده.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ افغان ځواکونو نن سهار د هلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه ۵۰ بمونو او ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
د ميوند قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي چې دغه ماينونه او بمونه د سيمې د خلکو په همکارۍ کشف او شنډ شوي دي.
په خبرپاڼه کې وسله وال طالبان د دغو ماينونو او بمونو د ښخولو عاملين بلل شوي او ويل شوي دي چې دغې ډلې غوښتل په هلمند کې پر ملکيانو او پوځيانو خونړي بريدونه وکړي، خو بريالي نه شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
وسله وال طالبان په افغانستان کې په ګڼ مېشتو لارو کې د ماينونو او بمونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کېږي.
پاى \ ج\ ذ
5 1 دقیقه لوستل