ټولنه

په هلمند کې د قندهار د وروستۍ پېښې قربانیانو ته د دعا لاسونه لپه شول

لښکر ګاه باختر د لړم لومړۍ نېټه
د هېواد په جنوبي ولایت هملند کې دیني عالمانو د قندهار ولایت د وروستۍ پېښې قربانیانو ته د دعا لاسونه لپه کړل او د قران کریم ختم یې وکړ.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې؛
د قران کریم د  ختم په  دغو مراسموکې دیني عالمانو وویل چې دښمن په دغه ډول ترورستي بريدونو سره نه يوازې زموږ د سر سړي له منځه وړي، بلکې هڅه کوي، چې داخلي اختلافونه او د بې اتفاقۍ زهر وشيندي.
دوی له ملت څخه غوښتنه وکړه چې د دښمن د دسیسو ښکار نه شي او د دوی د دغو شومو هدفونو پر وړاندې ټول سره یو موټی شي.
د یادونې  وړ ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د قندهار ولایت پخوانی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د ملي امنیت رییس جنرال عبدالمومن حسین خېل او د ملي راډیو ټلویزیون تصویر اخستوونکی سلیم انګار په یوه ترهګریز برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او د والي زلمي ویسا په ګډون، ویاند يې عزیز احمد عزیزي، د ۴۰۴ میوند زون قوماندان جنرال نبي الهام او د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال امام نظر بهبود ټپيان شول.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته