په هلمند کې د شاتو مچيو روزنه وده کړې ده

کابل / د غبرګولي ۴ مه / باختر
په هلمند د شاتو توليد د تېر کال په پرتله يو نيم برابر زيات شوى دى.
د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو باختر آژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د شاتو مچيو روزنې ته د زياتو خلکو مخه کول د دې انرژۍ لرونکې مادې د زياتېدو سبب شوي دي.
هغه وويل چې د شاتو توليد سږکال په دغه ولايت کې څه دپاسه ٣۵ ټنو ته رسېدلى دى، په داسې حال کې چې تېرکال څه د پاسه ٢۴ټنو ته رسېده.
هغه زياته کړه: د هلمند د کرنې رياست هلې ځلې کوي د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د مچيو د روزنې نوي فارمونه جوړ کړي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته