کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩
په هلمند کې دبيلابيلو رسنيو خبريالانوته دملکي زده کړې دوره پاى ته ورسيده .
په دې پروګرام کې خبريالانو دڅلور ورځو لپاره دخبريالۍ اساسات دخبر ، مرکې ، رپوټ او فلم جوړولو او عکاسۍ لارې چارې زده کړې دي.
دغه روزنيزه دوره دانګلستان د بيارغاونې دټيم له خوا جوړه شوې وه چې دبيلابيلو رسنيو پنځه ديرشو تنو خبريالانو پکې ګډون کړى و و.
دهلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل :
دا په دغه ولايت کې دخبريالانو دمسلکي روزنې دويمه دوره وه چې د بيارغاونې دولايتي ټيم له خوا جوړه شوې وه.
ده د خبريالانودمسلکي پوهې دورې په لاره کې ددغه شان پروګرامونو جوړول ارزښتناک وبلل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ