په هلمند کې د جګړې په دوام داعتراض کوونکو د ډوډي نه خوړلو اعتصاپ دوام لري .
کابل باختر د وري يوولسمه :
په هلمند ولايت کې دجګړې په دوام اعتراض کوونکو د ډوډي د نه خوړلو اعتصاب ته دوام ورکړ.
له بله پلوه وسله والو طالبانو په هلمند ولايت کې د جګړې په دوام اعتراض کوونکو ته خبر دارى ورکړى دى چې د دغې ډلې تر ادارې لاندې سيمو کې لاريون ونه کړي .
په هلمند ولايت کې په سلګونو تنو ځوانانو ، مدني فعالينو اومشرانو په دغه ولايت کې دجګړې د زياتوالي په غبرګون کې د ډوډۍ د نه خوړلو په اعتصاب او لاريون لاس پورې کړ .
اعتصاب کوونکي غواړي چې د دولت او طالبانو تر ادارې لاندې سيمو کې په لاريون سره دواړه لورې سولې او د جګړې پاى ته رسولو ته اړه باسي .
يوشمېر دغو اعتراض کوونکو په لښکرګاه ښار کې اعتراضي خيمه درولې ده او له دولت او طالبانو څخه غواړي چې نور له جګړې څخه لاس واخلي .
دوى وايي تر هغه وخته پورې به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي تر څو چې يې دولت او طالبان غوښتنې ونه مني.
په همدې حال کې وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره له اعتراض کوونکو څخه غوښتي دي چې د دغې ډلې تر ادارې لاندې سيمو کې لاريون ونه کړي . که نه نو مسووليت به يې د دوى په غاړه وي .
خو د هلمند د والي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي که چيرې طالبان سوله ومني دوى به هم له جګړې څخه لاس واخلي . ختم_ ج _ اکرم