خبرونهاقتصاد

په هلمند کې د برېښنا د صرفیې له لارې څه د پاسه دېرش میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

 کابل، د غوايي ۲۵ مه، باختر

د هلمند د برېښنا ریاست چارواکي وايي چې په تېرو اتو میاشتو کې یې د برېښنا د صرفیې له لارې څه د پاسه دېرش میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د یاد ریاست عملیاتي مرستیال انجنیر وحید الله علیزي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې د ۱۴۰۰ کال د زمري تر کب میاشتې پورې یې ۳۰ مېلیونه، ۶۹ زره، ۸۹۰ افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت حساب ته یې جمع کړي دي.

په خبره یې، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د برېښنا ریاست په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی.

د هغه په خبره، چې په تېر حکومت کې د فساد او زورواکۍ له امله ځینو صنعت کارانو، سوداګرو اوزورواکو د برېښنا بیل نه جمع کاوه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره دغه ستونزه هم حل شوې ده.

علیزي زیاته کړه، چې هر هغه چا چې له زورواکۍ کار اخیستی او د قانون خلاف کړنه یې ترسره کړې، برېښنا ریاست یې برېښنا پرې کړې او سرغړونکي یې د قانون منګولو ته سپارل شويی دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کجکي بند کې د برېښنا درېیم توربین چې له زیاتې مودې راپدېخوا د ځینو تخنیکي ستونزو له امله غیر فعال و، بېرته جوړ شوی دی.

د برېښنا مسؤلین وايي، دغه توربین چې اتلس میګا واټه برېښنا توليدوي په دې سره به په هلمند – قندهار کې برېښنا ۲۴ ساعته شي.

د یادونې وړ ده چې اوس په کجکي بند کې درې توربینان فعال دي چې ټول ټال ۵۱ مېګا واټه برېښنا توليدوي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته