امنیت

په هلمند کې د القاعده او طالبانو پر ګډو ډلو بریدونو کې ۲۷ تنه ووژل شول

کابل / د مرغومي ۶ / باختر
د القاعده او طالبانو ګډو جګړه مارو ډلو چې ویل کېږي په هلمند کې په یو لړډاراچوونکوفعالیتونوبوخت وو، د هېواد د هوايي قواووله لوري پرې بریدونه وشول.
د را رسېدلوخبرونوله مخې، په دغو هوايي بریدونوکې د القاعده ډلې د ۴ غړو په ګډون ۲۷ طالبان ووژل شول او په لسګونونورډاراچوونکي ټپیان شول.
یوشمېردغو طالبانو په ناوې ولسوالۍ په واټونو کې د ماین په ښخولو بوخت وو او یوشمېرنور یې په خپلو پټنځیوکې د ډاراچوونکو بریدونو په پلان جوړولوبوخت وو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو یوجګپوړي مقام باخترآژانس ته وویل چې په دغوهوايي بریدونوکې د هند د القاعده شبکې د ۴ غړوپه ګډون ۲۷ طالبان ووژل شول او په لسګونونورډاراچوونکي ټپیان شول.
هغه وویل د طالبانو او القاعده ډلې په ګډه توګه په ناوې ولسوالۍ کې په تروریستي فعالیتونوبوخت وو چې پرې بریدونه وشول.
په دغو هوايي بریدونو کې د ډاراچوونکو۴ پټنځي له ټولوجنګي وسایلوسره له منځه تللي دي.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یوبل خبرله مخې، پوځیانو د هلمند په ځينو ګڼ مېشتول لارو کې د ۳۰ ماینونوپه کشفولواو شنډولوسره د یولړچاودنومخه ونیوله.
د دغو ماینوښخوونو په اړه څوک نه دي نیول شوي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته