په هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

کابل، د مرغومې ۲مه، باختر

د هلمند ولایت په بهرامچه ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ د فوټبال مسوول له لوري د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ناک اوټ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په لوبه کې اتحاد لوبډلې خپلې سیالې خراسان لوبډلې ته د ۲-۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

هېره دې نه وي، چې یادې سیالۍ په ناک اوټ شکل ترسره کېږي او یوه اوونۍ به دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته