په هلمند کې د اتو تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل
دلښکرګاه ښار/ باختر/ دغبرګولي مياشتې١١نيټه :
اته تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د سنګين ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت بريد وشو چې ځانونه يې يوې پوځي قرارګاه باندې د بريد لپاره چمتو کول .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل: په دې جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دې جګړه کې پوځيانو اود سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى رسيدلى .
پاى ذکرالله