کابل باختر د چنګاښ دويمه :
دهلمند ولايت دليسو ددولسمو ټولګيو دوه زره تنو فارغانو پرون په دغه ولايت کې دکانکور ازموينه ورکړه .
دهلمند والي حيات الله حيات باختراژانس ته وويل چې د دوه زره تنو برخه والو له جملې څخه دوه سوه دولس تنه يې نجونې دي چې دهېواد په پوهنتونونو او دلوړو او نيمه لوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت لپاره يې دکانکور ازموينه ورکړه .
حيات زياته کړه چې ټول داوطلبان دبايو ميتريک سيستم له تيرولو وروسته په دې ازموينه کې ګډون وکړ .
ده زياته کړه هغه فارغان چې دکانکور له ازموينې څخه پاتې شوي دي کولاى شي په هغې متفرقه ازموينه کې چې له نيکمرغه کوچني اختر وروسته په کابل کې اخستل کيږي ګډون وکړي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ