امنیت

په هلمند کې دچاوديدونکو توکو دجوړولو ديوې کارخانې کشفول

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٨ :
په هلمندولايت کې دناټو اوافغان پوځيان په يوې کارخانې برلاسي شوي دي چې ويل کيږي  ياغي طالبانو په هغې کې دچاوديدونکو توکو په توليدولو اودماين په جوړولو لاس پورې کاوه .
دغه کارخانه پرون دهلمندولايت دمرکز لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې  دافغان پوځيانو اودناټو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې کشف شوى ده.
ويل کيږي چې  په دې کارخانه  کې يوشمير ياغيان هم نيول شوي دي.
ناټوباختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره وايي چې  په دې کارخانه کې يې دچاوديدونکو اودبمونو اوماينونو دجوړولو دستګاوې  له څه ناڅه درې زره پنځه سوه کيلوګرامو امونيم نايتريت  کيمياوي مادې سره کشف  کړي دي.
ددغې خبرپاڼې دمعلوماتوله مخې ، ياغيانو په دې کار خانه کې له هغه وروسته چې کيمياوي توکې  اوچاوديدونکي مواد توليدول په واټ کې دکارولو لپاره دبمونو او ماينونو په جوړولو لاس پورې  کاوه .
درارسيدلو خبرونو له مخې، امونيم نايتريت او نورکيمياوي توکي چې دچاويددونکو موادو په توليدولو کې  کارول کيږي ، له پاکستان څخه وارديږي خو ويل کيږي چې ياغيان په هغې  زده کړې سره  چې په پاکستان کې دتروريزم په اردوګانو کې يې  کوي دافغانستان په دننه کې په خپلو پټنځايونو کې ماينونه اوبمونه  جوړوي.
داپه داسې حال کې ده چې په افغانستان کې دياغيانو په بمي بريدونو اودماينونو په ښخولو کې زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته