کابل – باختر دتلې دمياشتې ٥
دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښارکې ديوځانمرګي بريد له امله يو پوليس شهيد او پنځه تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه تيره شپه د اتوبجو په شاوخوا کې هغه وخت وشوه چې يو ځانمرګي يرغلګر غوښتل دلښکرګاه ښار ته ننوځي.
دهلمند دوالى ويندوى عمرځواک باختر آژانس ته وويل : دغه ځانمرګې يرغلګر په
خپل بدن پورې تړلي چاوديدونکې توکي هغه وخت وچول چې امنيتي ځواکونو هغه ته د دريدو امروکړ.
دځواک دڅرګندونو له مخې : په دې پيښه کې دپوليسو يو سرتيرى شهيد او دڅلور تنو ملکي وګړو په ګډون پنځه تنه ټپيان شول .
په همدې حال کې دلښکرګاه ښار دملکي روغتون ډاکترانو ددغې پيښې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ