کابل باختردوري دمياشتې ٢٢ :
په هلمند ولايت کې دوو ښونځيو اويوې مدرسي ته نوى ودانۍ جوړيږي .
دهلمندولايت دپوهنې مسوولين وايي يوه ودانۍ دهلمند ولايت دګرمسير ولسوالۍ په شملان سيمه کې دامريکا په مرسته دڅه دپاسه سلو زرو ډالرو په لګښت نوى جوړه شوې ده چې د ودانۍ دنشتوالي له پلوه ددرې سوه تنو زده کوونکو ستونزې لري شوي دي.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې، يوه ودانۍ چې يو کال مخکې دپوهنې ددښمنانو له خوا دناوي ولسوالۍ په عينکو سيمه کې ويجاړه شوې وه د امريکا په مرسته دڅه دپاسه دوه ويشتو زرو ډالرو په لګښت په شپږو مياشتو کې جوړه شوې ده چې اته درسي خونې اوڅلور اداري خونې لري.
همدا اوس درې سوه تنه زده کو ونکي پکې ز ده کړه کوي .
دغه راز دهلمند ولايت دګرمسير په ولسيوالۍ کې يوه ديني مدرسه جوړه شوې ده چې اته درسي خونې ،دکنفرانس سالون ، دډوډۍ خوړلو خونه او پخلنځي لري او دامريکا په مرسته ديوسلو اويا زرو ډالرو په لګښت په څلورو مياشتو کې جوړه شوې ده .