په هلمند کې دوه چاودنې

کابل –باختر دتلې ١٨
په هلمند ولايت کې د دوو چاودنو له امله ديو افغان پوځي په ګډون څلورتنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښې ديو ساعت په زماني واټن کې دنادعلي ولسوالۍ په لوچک سيمه کې شوې دي.
لومړۍ چاودنه نن سهار هغه وخت وشوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ يو موټر په لوچک سيمه کې د وسله والو طالبانو له خوا په ښخ کړى شوى يو ماين وخوت .
امنيتي مامورين وايي چې په دې پيښې کې درې تنه ملکي وګړي وژل  شوي دي او دويمه پيښه ټيک يو ساعت وروسته همدې ساحې ته څېرمه هغه وخت وشوه چې دپوليسو يوه تخنيکي ټيم په واټ کې ديو ښخ کړى شوى ماين په شنډولو بوخت و.
ويل کيږي چې  په دې چاودنه کې د پوليسو يو مامور وژل شوى دى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
دهلمند د والي ويندوى احمد زيرک له باختر آژانس سره په اړيکه کې دغه پيښې تاييدې کړې او وې ويل چې له امله يې درې تنه ملکي وګړي او دپوليسو يو سرتيرى وژل شوي او دوه تنه نور پوليسان ټپيان شوي دي. ده وسله وال طالبان ددغو پيښو مسوول وبلل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته