کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
دوه ملکیان په هلمند کې د ماین په چاودنه کې شهیدان شول او څلور نور یې ټپیان شول.
دغه پېښه نن سهار په نادعلي ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې د ملکیانو د سپرلۍ موټر په واټ کې پر ښخ کړای شوي ماین وخوت.
د هېواد په جنوب لوېدیځ کې د میوند قول اردو یوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وویل چې په دې چاودنه کې دوه ملکیان شهیدان شول او څلور نور یې ټپیان شول.
هغه وسله وال طالبان د دغې ماین ښخونې مسوول بولي، خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د هلمند د روغتون ډاکټرانو د دغې چاودنې د دوو ټپیانو روغتیايي حالت نازک بللی دی.
پای/ع
15 1 دقیقه لوستل